نوموړي د دوشنبې په ورځ پخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په بسهود ولسوالۍ کې د شپې پرمهال هېڅ نظامي عملیات نه وو پلان شوي او د افغان پیلوټانو او سرتیرو وژل ښکاره جنایت دی.
صالح وایي،د دې پېښې عامل او یا هم عاملینو ته باید سزا ورکړل شي، خو په وینایې دې موضوع ته قومي رنګ ورکول په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.
دا مهال بهسود ولسوالۍ ته د افغان سرتېرو لسګونه ټانکونه رسېدلي.
د بهسود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، له پرون راهیسې د افغان سرتېرو لسګونه ټاکونه دې ولسوالۍ ته رسېدلي او د علیپور د غیر مسوله وسله والو او امنیتي سرتېرو تر منځ په ځینو برخو کې نښتې شوې دي.
که څه هم د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، تر اوسه کومه ستونزه نشته، خو په ورته وخت کې یې پر امنیتي حالت اندېښنه څرګنده کړې ده.
عليپور په بهسود ولسوالۍ کې غیر مسوول وسله وال دی، چې د افغان حکومت پر ضد یې وسله پورته کړې او څو ورځې وړاندې یې کسانو د توغندي پر مټ د افغان ځواکونو الوتکه ویشتلې وه.
بلخوا، ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د علیپور وسله والو دغه الوتکه په ایراني توغندي ویشتلې ده.
له ده سره د داسې وسلو او توغندیو شتون د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.


