ads

د فرشتې کوهستاني قاتلین نیول شوي

د ملي امنیت ځواکونه پر دې توانېدلي چې د عملیاتو پر مهال د فرشتې کوهستاني قاتلین ونیسي.

محمدخان بریال
2 وری 1400
د فرشتې کوهستاني قاتلین نیول شوي

فرشته کوهستاني مدني فعاله وه چې د ۱۳۹۹ یم کال د مرغومي میاشتې پر څلورمه نېټه په کاپیسا ولایت کې ترور شوه.
د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د هغې قاتلین له پېښور څخه تر راستنېدو وروسته د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
هغه زیاتوي، دغه کسان د طالبانو غړي دي، چې د فرشتې کوهستاني تر وژلو وروسته پېښور ته تللي وو او هلته یې په مادي مکافاتو هرکلی شوی و.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د ترور او هدفي وژنو پېښې ډېرې شوې او هېوادوال یې له امنیتي ادارو د مخنیوي غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA