ads

د بهرنیو چارو وزیر نوي ډیلي ته ولاړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ نن سهار نوي ډیلي ته روان شو.

محمدخان بریال
2 وری 1400
د بهرنیو چارو وزیر نوي ډیلي ته ولاړ

له بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، هندوستان ته د اتمر د سفر هدف د کابل او ډیلي تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا بللې شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، اتمر به د دغه درې ورځني سفر پر مهال د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر ایس جي شنکر او د یاد هېواد له نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو سره پر اړوند موضوعاتو بحث وکړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نوموړی به په هند کې له افغان محصلینو، سوداګرو او په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره کتنې ولري.
تر دې وړاندې اتمر ویلي وو چې هندوستان یې سفر ډېر مهم دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA