ads

د امریکا دفاع وزیر د سولې په برخه کې افغان حکومت ته ډاډ ورکړ

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین پرون ناوخته په یو ناڅپي سفر کابل ته راغی او په ارګ کې یې له جمهور رییس غني سره وکتل.

محمدخان بریال
2 وری 1400
د امریکا دفاع وزیر د سولې په برخه کې افغان حکومت ته ډاډ ورکړ

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او د افغان سرتېرو قربانۍ یې ستایلې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره شوې کتنه کې دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان د اوسني حالت تلپاتې حل لاره عادلانه او تلپاتې سولې ته رسېدل دي.
د امریکا دفاع وزیر د سولې په برخه کې افغان لوري ته د مرستو ډاډ ورکړی.
جمهور رییس غني په ترسره شوې کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې پر کور دننه اجماع رامنځته شوې او حکومت چمتو دی چې بشپړه ګټه ترې واخلي.
دواړه لوري پر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناسته وشي.
دې غونډې ته حکومتي چارواکي او د طالبانو مشران هم بلل شوي، څو په هېواد کې د سولې پر راتګ بحثونه ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA