ads

جمهور رییس غني بزګرانو ته د بزګر د ورځې مبارکي ورکړه

جمهور رییس محمد اشرف غني د بزګر ورځې په مناسب په پیغام کې د هېواد د اوبو پر مدیریت، د بندونو او کانالونو پر جوړېدو ټینګار کړی.

محمدخان بریال
2 وری 1400
جمهور رییس غني بزګرانو ته د بزګر د ورځې مبارکي ورکړه

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د جمهور رییس له قوله راغلي چې حکومت به ژر تر ژر د کمال خان بند پرانیزي او په وینا یې، د هېواد په نورو برخو کې پر زېربناوو او کانالونو جوړېدو کار روان دی.
نوموړي زیاته کړې چې حکومت د بزګرانو د ملاتړ او د هغوی تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره منظمې برنامې لري او په خبره یې، دا برنامې د دې لامل شوې چې د کروند ګرو محصولات په مناسب وخت بازار ته وړاندې شي.
هغه څرګنده کړې چې افغانستان باید په بېلابېلو برخو کې د کرنې د منظمو برنامو په لرلو سره پر ځان بسیا شي او شته ظرفیتونو ته په پام اړتیا نشته چې یادې اړتیاوې له ګاونډیو هېوادونو پوره شي.
د بزګر جشن د افغانستان خلکو پخوانی دود دی چې هر کال د نوي کال پر دویمه ورځ د حکومت، خلکو او په ځانګړې توګه د بزګرو له‎خوا لمانځل کېږي، خو بزګران بیا د دوی محصولاتو ته د مناسب بازار پر نشت نیوکه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA