ads

کله چې اقلیمي پایلې منازعه رامنځ ته کوي: د افغانستان قضیه

په افغانستان کې د اوسني کړکېچن وضعیت تر څنګ، اقلیمي بدلون موجوده اغېزې او شخړې ګړندۍ کوي او د منابعو پر سر جګړه رامنځ ته کوي. دا ډینامیک/برخورد یوازې د سولې د یوه بریالي بهیر او د اړینو زیربناوو په جوړېدو او رامنځ ته کېدو سره کمېدلی شي. د دې کار له‌پاره باید جرمني د اقلیم په برخه کې خپل ځانګړی تخصص د سولې مذاکراتو په بهیر کې شامل او تخنیکي مرستې وړاندې کړي.

کلیدګروپ
1 وری 1400
کله چې اقلیمي پایلې منازعه رامنځ ته کوي: د افغانستان قضیه
عکس: فرشاد عصیان

لیکوالان: هنس یواخیم ګیسمن او شرلوته هم

ژباړه: الیاس وردک


اقلیمي بدلون نه یوه ملي پدیده ده او نه هم داسې یوه ننګونه ده چې په محدودو هېوادونو پورې تړلې وي. د اقلیمي بدلون اغېزې کولی شي د زمان په لحاظ ځنډنۍ، د موقعیت له پلوه له یوه او بل بېل او جلا اثرات ولري او اغېزې یې په ځینې ځایونو کې په سرعت او قوت سره احساس شي. کلني بیلانس ته په پام د یوې درجې(سانتي ګراد) څخه ټیټ تفاوت یا څو سانتي‌متره د بحر په سطحه کې بدلون، کولی شي چې په ځینو سیمو کې د ژوند او ژوندي پاتې کېدو له‌پاره تصمیم‌نیوونکي عوامل وي. دا چې یاد تفاوت په اقتصادي او ټولنیز معیشت څومره اثر درلودی شي، بیا یو بل مهم بحث دی. دا مسوولیت؛ یعنی د اقلیمي بدلون اغېزې او پر وړاندې یې مبارزه یوازې د زیانمنو سیمو پر خلکو باندې نشو اچولی. د سیاسي مسوولیت تله نه‌یوازې باید د اخلاقي وجیبې له پلوه وتلل شي، بلکې د لامل عوامل هم باید په نظر کې ونیول شي، تر څو د اقلیمي بدلون اغېزې راکمې او د نړۍ اقلیم د لا بې‌ثباته‌کوونکو خطرونو مخنیوی وشي. دا یو حقیقت دی، په تېره بیا که چېرې موږ د اقلیمي بدلون، د سیاسي او ټولنیز تشدد خپرېدو تر منځ شته تړاوونه په نظر کې ونیسو.

د افغانستان اسلامي جمهوریت چې له څو لسیزو راهیسې د وسله‌والو جګړو او نښتو له کبله ځوریږي، د دې ترځنګ د اقلیمي بدلون اغېزې هم د هرې ورځې په تېرېدو سره د یوې بلې جدي ستونزې په توګه سر راهسکوي او نوې ننګونې زېږوي. پوښتنه دا ده چې المان په دې منځ کې څه کولی شي او څه باید وکړي، تر څو افغانستان چې هم‌مهاله له دوو ننګونو یعنی جګړې او اقلیمي بدلون سره مخ دی، لارښوونه یې وشي او له دې ډګره بریالی راووځي؟


د اقلیمي بدلون اغېزې د منابعو پر سر اضافي شخړې رامنځ‌ته کوي

تقریباً په بل هېڅ هېواد کې د اقلیمې بدلون او منازعې تړاو دومره روښانه نه‌دی لکه په افغانستان کې چې دی. په دغه هېواد کې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې یوه ظالمانه جګړه روانه ده. افغانستان تقریباً داسې یو هېواد دی چې په خپله یې د اقلیمي بدلون په برخه کې هېڅ منفي ونډه او برخه نه‌ده لرلې، خو نن په لوړه کچه او مستقیمه توګه د هوا تودوخې اغېزو له کبله له زیان او تاوان سره مخ دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د ۲۰۱۸میلادي کال یو راپور په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې له ۸۰سلنه ډېر وګړي د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي. سیلابونه، زلزلې او د ځمکې ښویېدنې چې عامل یې د طبيعي یخچالونو ویلي کېدل دي، همدارنګه وچکالي او د هوا لوړه درجه په دغه سکټور کې کار کول د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزمن کوي. دغه تحرکات (dynamics) به راتلونکي کال کې هم دوام ولري. وچکالي او د کرنیزو حاصلاتو نشت‌والی د خلکو له‌پاره یوه جدي اندېښنه ده، ځکه دغه حالت کولی شي په ټول هېواد کې د قحطۍ لامل شي.

په تېرو څو لسیزو کې د ځنګلونو وهل او له منځه تلل، د سیندونو او رودونو وچېدل د دې سبب شوي چې کرنیزې ځمکې کمې شي. دغه حالت د شته شخړې ترڅنګ چې له تېرو څو لسیزو راهیسې دوام لري، د خلکو تر منځ د اضافي شخړې او منازعې باعث کیږي او اساسي علت یې هم حاصل‌خیزې او د کر وړ ځمکې او بالاخره منابعو ته د خلکو نه‌لاس‌رسی دی. د ملګرو ملتونو په وینا ۴۱سلنه افغانان په مستقیمه توګه د دې ځمکو او سرچینو پر سر د شخړو له کبله زیانمن شوي دي.


 اقلیمي پایلې فقر او سازمان‌شوي جرمونه زیاتوي او د شخړو لامل کېږي

د جګړې دغه کاتالیستونه او عوامل په داسې حال کې څرګندیږي چې (۱) پراخه او غځېدلې جګړه لا هم دوام لري (۲) شته زیانمنې زېربناوې قسماً له کاره لوېدلې دي او (۳) یو کمزوری شوی حکومت په کابل کې حضور لري چې کابو په نیمايي خاورې باندې حاکم دی. سربېره پر دې، په داسې یوه وضعیت کې د فقر کچه او ګواښ هم د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په وینا، ۵۶سلنه خلک په افغانستان کې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. له بلې خوا فقر د حکومت وسله‌والو مخالفانو ته لار اواره کړې چې په کلیو او بانډو کې خپلو صفونو ته د خلکو په جلب او جذب لاس پورې کړي. ډېری خلک یا هغه کسان چې وسله‌والو ته وراوړي د ځان او کورنۍ د نفقې او خرچې د تأمینولو له‌پاره بله هېڅ لاره نه‌لري او ښايي له بدې ورځې د سر په بیه محدودو سرچینو ته لاس‌رسی ومومي. له بل لوري اقلیمي بدلون او کمزورې حکومت‌ولي د دې لامل کېږي چې خلک د ژوندي پاتې کېدو په پار ناقانونه اقتصاد(سیوري اقتصاد) ته پناه وروړي. سازماني جرمي جوړښتونه او شبکې دغه بهیر لا نور پسې تقویه کوي. خو د مخدره توکو سوداګرۍ او تجارت له لارې ترلاسه شوي ګټه سیمه‌ییزو/محلي تولیدوونکو ته نه‌رسېږي. د دې حقیقت با وجود محلي تولېدوونکو ته بله لاره هم نه‌ده پاتې، ځکه د اوبو کمښت له کبله مخدره توکي د نورو کرنیزو توکو او محصولاتو په نسبت کروندګرو ته ګټور پرېوځي. بله ستونزه دا ده که چېرې دوی وغواړي هم چې قانوني مارکېټونو او بازارونو ته د نورو کرنیزو توکو د پلور له‌پاره بازارموندنه وکړي، ورته لاس‌رسی نه‌لري او توکي ورباندې انبارېږي. وسله‌والو نښتو او شخړو دغه ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي. په نړیوال بازار کې افغانستان تقریباً د ټولو هیروئینو د خامو موادو سرچینه او منبع ده. له بل لوري د جګړې په نتیجه کې کمزوری شوی حکومت هم، دا وس نه‌لري چې د جرمې شبکو پر وړاندې مبارزه وکړي، ځکه د ټولید او پروسس ډېری ځایونه او سیمې د حکومت له کنټروله وتلي دي. بله خبره دا ده چې د دغه کمزوري شوي حکومت په نتیجه کې د قدرت تشه هم رامنځ ته شوې ده چې د سازماني جرمي شبکو له لوري ډکېږي. یادې کړۍ د خپلو شخصي او ډله‌ییزو ګټو د خوندي کولو په هدف شخړې مدیریت کوي، د ښې حکومت‌ولۍ او عمراني پروژو مخنیوی کوي او جګړې ته لمن وهي.


یوازې د سولې بریالۍ پروسه د اقلیمي بدلون منفي اغېزو کچه راکمولی شي

جنګ‌ځپلۍ، له کورنۍ/داخلي اجماع بې‌برخې، محروم او له زیربنايي اړخه کمزوری شوی افغانستان، څنګه کولای شي چې د اقلیمي بدلون ننګونې پر وړاندې په پښو ودرېږي؟

 که څه هم افغان حکومت هڅه کوي چې د اوږدمهاله ستراتیژیو په جوړولو سره د حکومت‌ولۍ اغېزناک جوړښتونه رامنځ ته او اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي، خو د دې له‌پاره چې د اقلیمي بدلون اغېزو کلي تأثیرات چې د ټول هېواد په سطحه یې په اقتصاد او د وېش په سیستم باندې اغېزې پرېښي، مؤثر اقدامات وشي، ګټورو حکومتي جوړښتونو ته اړتیا ده. پوښتنه دا ده چې څنګه کېدای شي یاد جوړښتونه مستحکم او په پښو ودرېږي؟ دا ټکی ځکه مطرح دی چې د جګړې په نتیجه کې دغه زیربناوې نه‌یوازې تخریبږي، بلکې د ځینو ښکېلو غاړو له لوري په هدفي توګه نښه ګرځي، تر څو له یوې خوا مقابل لوری کمزوری کړي او له بل لوري د سیمې اوسېدونکي وډار کړي. لنډه دا چې یو سوله‌ییز افغانستان کولای شي چې هم د زیربناوو دایمي شتون تضمین کړي او هم یې د ودې او انکشاف له‌پاره زمینې برابر کړي. همدارنګه د همکاریو یو اغېزناک بنسټ چې موخه یې یو ډاډمن او ګډ(ټول‌شموله) ژوند کول وي، رامنځ ته شي.

د افغانستان سولې بهیر یوه محتاطانه هیله رامنځ‌ته کړې ده. د هیله‌مندۍ ځای دا دی چې د قضیې ټول ښکېل اړخونه لکه افغان حکومت، سیاسي ګوندونه، د مدني ټولنې غړي او حتا طالبان دا فرصت رامنځ ته کړي چې وسله‌والې نښتې پای ومومي او په ګډه او مشترکه توګه یوه سوله‌ییزه حل‌لاره وموندل شي، دا یوه قوي او هیله‌بښونکې نښه ده. خو بیا هم، د سولې پروسه، په خاصه توګه د ۲۰۲۰میلادي کال په سپتمبر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو پیل شوی بهیر لاهم په ابتدايي پړاو کې دی او ډېر پرمختګ په کې نه‌تر سترګو کېږي. په دواړو لوریو کې په لوړه کچه بې‌اعتمادي لیدل کېږي او د اوږدمهاله او دایمي اوربند برخلیک هم لا مشخص نه‌دی. بیا هم ویلی شو چې دا یو پیل دی او بالاخره یوازې او یوازې افغان لوري کولی شي د موجوده ستونزې عوامل په نښه او د حل له‌پاره یې لارې چارې ولټوي.

د ۲۰۰۱میلادي په ډسمبر میاشت کې د بن پیترزبرګ کنفرانس کوربتوب، او د ناتو غوڅ ملاټړ ماموریت یو کلیدي هېواد او دویم لوی مالي مرستندوی هېواد په توګه د المان راڅرګندېدل، د المان او افغانستان ترمنځ د اوږدې او تاریخي دوستۍ نښې دي. دا ځانګړی موقف چې المان یې د افغانانو په منځ کې لري له خاصو او ځانګړو مسوولیتونو سره تړلی دی، تر څو د افغانستان تر څنګ ودریږي، ځکه د مرستې له‌پاره پوره امکانات شته.


۱ـ المان باید د سولې په خبرو کې د اقلیم په برخه کې له خپل تخصصه کار واخلي

 اوس‌مهال د المان فدرالي حکومت، د نورو هېوادونو په مرسته، په فعاله توګه هغه خبرې اترې چې د افغان حکومت پلاوي او د طالبانو تحریک تر منځ روانې دي، ملاتړ کوي. د جرمني هېواد برګ هوف فونډیشن(Berghof Foundation) د یو بې‌طرفه او نادولتي ادارې او مؤسسې په توګه د روانو خبرو اترو په بهیر کې د سلا مشورې ورکولو دنده لري. مرکچي لوري په بېلابېلو موضوعاتو کې چې د جګړې له پای سره تړاو لري، د تخصصي مشورې غوښتونکې دي. د اقلیم په برخه کې د المان هېواد غوره تخصص، باید د مشورې په کچه د خبرو اترو په بهیر کې مطرح شي. مشابه اقدامات باید د پايله لرونکو خطرونو (consequential risks) په اړه غوره شي، په ځانګړي توګه، د کور دننه مهاجرتونه او د ښارونو پرختیا، د اقتصاد او وېش سیستم د نوي ننګونې په رڼا کې سمبالول او همدارنګه د چاپېریال زیان‌رسوونکو اغېزو د کمولو په پار د چاپریال ساتنې مډرنې ټکنالوژۍ کارولو په اړه باید جدي پاملرنه وشي.


۲ـ  المان حکومت باید د زیربناوو بیارغونې او نوې رغونې په برخه کې د افغانستان سره مرسته وکړي

د ټرانسپورټ، اوبو او انرژۍ زیربناوو د بیارغونې او نوې رغونې په برخه کې چې د دوامداره جګړو په ترڅ کې ورته زیان رسېدلی، د سکټوري تخصص تر څنګ، مالي سرچینو ته اړتیا ده. د دې له‌پاره چې افغانستان د مرستو او په ځانګړي ډول د مالي سرچینو د ترلاسه کولو په شرایطو برابر شي، المان یې باید مرسته وکړي، تر څو کنټرولي، د اعتماد وړ او روڼ میکانیزمونه ایجاد او د یادو اقتصادي سرچینو او اړتیاوو پر بنسټ کارونه مخکې لاړ شي.


۳ـ المان باید په افغانستان کې پایداره پراختیايي پروژو ته وده ورکړي

  د سولې ډېری تړونونه د تطبیق په پړاو کې ناکامېږي. کله چې د سولې بهیرونه ناکام شي، د مرستې او همکارۍ په برخه کې د بین‌المللي لوبغاړو علاقه هم کمېږي او موجوده مالي سرچینې بې‌ګټې پاتې کېږي. د پراختیايي همکاریو په برخه کې د المان تخصصي پوهه باید د جوړښتونو جوړولو په پروژو باندې تمرکز وکړي. یعنې داسې پروژې چې اقتصاد ته په پایداره توګه وده ورکولی شي او په عین حال کې مثبت اقلیمي فکتورونه په پام کې ونیسي. په اقلیم پورې تړلې همکاري باید په دوامداره توګه د بین‌الحکومتي مذاکراتو یوه برخه وګرځي. المان باید خپلې مرستې په ځانګړي شرطونو، لکه بیا احیا کېدونکي انرژۍ، پایداره کرنه او د شنو خونو ګازونو د پراختیا کمښت(emissions´ reduction) پورې وتړي، او افغانستان ته په یادو برخو کې لاس ورکړي.


۴ـ د المان حکومت باید مسلکي او تخنیکي مرستې وکړي

د اقلیمي بدلون هغو پایلو ته چې ډېر منفي تأثیرات لري، باید لومړیتوب ورکړل شي. المان حکومت ته سپارښتنه کېږي چې د افغانستان کارپوهانو سره په ګده کار وکړي، تر څو د اقلیم بدلون او په افغانستان کې د هغو د بدو پایلو او خطرونو په اړه معلومات راټول او پروسس کړي. د دې له‌پاره اړینه هڅه به د مدیریت وړ وي او کولی شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پراختیايي همکارۍ یوه برخه وي. دغه همکارۍ (بنستیز شوې او یا د پروژې په توګه) کولی شي د دواړو هېوادونو د دوه یا ډېرو اړوندو علمي بنسټونو تر منځ، رامنځ ته شي. ګاونډي هېوادونه هم په دغه همکارۍ کې برخه اخېستلی شي، ځکه دغه همکارۍ منطقوي اجماع پیاوړې کولی شي چې په نتیجه کې نه‌یوازې اقلیمي بدلون ته ګټور تمامیږي، بلکې دغه سیمه‌ییزه اجماع د افغانستان سولې په بهیر کې هم یو مثبت رول لوبولی شي.


۵ـ المان باید په څو اړخیزو فارمټونو کې د اقلیمي امنیت خطرونه مطرح کړي

په ورته وخت کې د افغانستان اقلیمي بدلون او شخړو پر وړاندې هم‌مهاله مبارزه، کېدای شي د مؤثرې همکارۍ او څو اړخیزیت(multilateralism) په یوه ماډل بدل شي. المان باید په دې برخه کې هڅه وکړي، تر څو د دې دوو ننګونو مستقیم تړاو په څو اړخیز فارمټونو یا جوړښتونو کې مطرح شي او ګډې پروژې چې د اقلیمي بدلون په پایله کې رامنځ ته شوي خطرونه (consquential risks) د مخنیوی او بدلون (Preventation & Transofrmation) په برخه کې پلي کړي. په دې چې اقلیمي بدلون د تېښتې او بې‌ځایه کېدنې (غیرقانوني) اصلي لامل ګرځېدلی دی، نو ځکه یاد موضوعات(اقلیمي بدلون او شخړه) ترمنځ تړاو نه یوازې درېیمګړو هېوادونو ته د پام وړ دی، بلکې په مستقیمه توګه د المان منافعو سره هم تړلي دي. څو اړخیز پیوستون د یو هېواد خپلو منافعو ته هم ګټور تمامیږي. د دې له‌پاره په لومړي سر کې سیاسي هڅو ته اړتیا ده.



یادونه: دغه مقاله اصلاً په الماني ژبه د پیس لب (Peace Lab) له خوا خپره شوې وه، او تاسې کولی شی د لاندني لینک په کلیک کولو سره ویب پاڼې ته لاړ شئ او که علاقه ولرئ، متن په الماني ژبه هم ولولئ.

https://peacelab.blog/2021/03/wenn-klimafolgen-konfliktspiralen-ankurbeln-der-fall-afghanistan


کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA