د ملي امنیت ریاست اعلامیه وایي، د عصمت الله په نوم یو سوداګر ۱۵ ورځې وړاندې شیکل ولسوالۍ ته تښتول شوی و او تښتوونکو د یاد سوداګر له کورنۍ د هغه د خوشي کېدو په بدل کې د درې میلیونه افغانیو غوښتنه کوله.
اعلامیه زیاتوي، ملي امنیت ځواکونه توانېدلي چې د تښتوونکو ځای تشخیص او یاد سوداګر د هغوی له منګولو ازاد کړي.
په اعلامیه یې لیکل شوي چې د تښتول شوي سوداګر د تښتوونې په تور د عبدالحلیم او کشر خان په نومونو دوه تنه نیول شوي دي.
امنیتي ځواکونه هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې ملي امنیت ریاست د نورو هېوادوالو د تښتوونې ځایونه تشخیص کړي او ژر تر ژره به هغوی هم له تښتوونکو ازاد کړي.


