ads

په کابل کې د موټر بم برید مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د موټر بم برید مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
1 وری 1400
په کابل کې د موټر بم برید مخه ونیول شوه

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، پرون ناوخته له چاودېدونکو توکو ډک موټر د کابل د امنیتي ځواکونو له لوري په ارغندۍ سیمه کې کشف او شنډ شو.
هغه زیاتوي، ترهګرو غوښتل یو ځل بیا په دې سره ملکي وګړي په نښه کړي.
د ارین په وینا، امنیتي ځواکونو د نوي کال د لمانځلو لپاره پوره چمتوالی نیولی او په ټولو سیمو کې شتون لري.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ګڼو موټر بم بریدونو او چاودنو مخه نیول شوې ده.
خو هېوادوال په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA