دغو مراسمو ته پر لوړپوړو دولتي چارواکو سربېره، زره ګونه هېوادوال هم ورغلي وو.
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي په دغو مراسمو کې د بلخ ولایت اوسېدونکو ته د نوي کال د مبارکۍ تر څنګ ډاډ ورکړ چې په دغه کال کې به د خلکو او سیمهییز حکومت تر منځ د اړیکو پر ټینګېدو او د هغوی د ستونزو پر حل تمرکز وشي.
هغه که څه هم زیاته کړه چې تېره پېړۍ افغانانو ته له ناخوالو او دردونو ډکه وه، خو هیله یې څرګنده کړه چې نوې پېړۍ او نوی کال به په هېواد کې د سوکالۍ او ارامۍ کال وي.
د جنډۍ پورته کېدو مراسم هر کال د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې ترسره کېږي چې د دولتي چارواکو تر څنګ زر ګونه هېوادوال یې لیدو ته ورځي.
تېر کال د کورونا له امله دغه مراسم په محدوده بڼه ترسره شول.


