ads

په بادغېس کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

د بادغیس امنیتي چارواکي وایي، طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مقر او قادس ولسوالیو په مربوطاتو کې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه ترسره کړي دي.

محمدخان بریال
1 وری 1400
په بادغېس کې اته وسله وال طالبان وژل شوي
په هلمند کې هوایي او ځمکني عملیات

د دغه ولایت د والي ویاند حسام الدین شمس د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، په ترسره شوو بریدونو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي چې طالبانو د افغان سرتېرو پر نورو پوستو هم بریدونه کړي چې یو پولیس پکې ټپي شوی دی.
د نوموړي په وینا، په دغو پېښو کې د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د بادغیس د ګڼ شمېر ولسوالیو امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA