د کابل امنیتي چارواکي د ښار په بېلابېلو برخو کې د نوي کال لپاره د بشپړو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو د کابل ښار په ټولو برخو کې د نوي کال د لمانځلو او امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د هغه په وینا، افغان سرتېرو ته د امنیت ټینګېدو لپاره لازمې لارښوونې شوې دي.
دی زیاتوي چې په نوي کال کې د امنیت په هدف د امنیتي ادارو برنامې هم برابرې شوې دي.
خو هېوادوال بیا د امنیت ټینګېدو په برخه کې د امنیتي ادارو پر لاډېرو هڅو ټینګار کوي.


