جمهور رییس محمد اشرف غني دې ناستې په خبرو کې هېوادوالو ته د نوي کال مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه کال به په هېواد کې د سولې او امن کال شي.
نوموړي زیاته کړه چې په تېرو ۴۲ کلونو کې له افغانانو د سولې بنسټیز حق اخیستل شوی او په وینا یې، عادلانه سوله هغه ده چې ټول افغانان یو بل ومني.
جمهور رییس پخپلو خبرو کې څرګنده کړه چې طالبان د روانې جګړې لپاره هېڅ مشروعیت نه لري او په خبره یې، د سولې او روغې جوړې له لارې د یو بل منلو ته زمینه برابرېږي.
هغه په ورته وخت کې له طالبانو وغوښتل چې جګړه بس کړي او د پردیو د کارېدو وسیله نه شي.
په هېواد کې نوی کال پر داسې مهال پیلېږي چې لاهم جګړه دوام لري او د افغان سرتېرو تر څنګ ګڼو ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوړي.
خو هېوادوال هیلهمند دي چې دغه کال به په هېواد کې د سولې ټینګېدو لامل شي.


