ads

افغان ځواکونو د عليپور ۱۲ وسله وال وژلي

د افغانستان دفاع وزارت د میدان وردک ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو په هوایي بریدونو کې د علیپور وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

محمدخان بریال
1 وری 1400
افغان ځواکونو د عليپور ۱۲ وسله وال وژلي
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، تېره ورځ افغان هوایي ځواکونو په بهسود ولسوالۍ کې په علیپور پورې د اړوند غیر مسوله وسله والو پر پوستو او د باج اخیستلو پر ځایونو بریدونه ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د علیپور ۱۲ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه بریدونه د خلکو د ځان او مال، عامه تاسیساتو د ساتنې، د قانون د پلي کېدو او په دې ولسوالۍ د ارامۍ د ټینګښت په هدف ترسره شوي دي.
دفاع وزارت څرګندوي چې د علیپور وسله والو ښوونځي او عامه تاسیسات ویجاړ کړي او له خلکو په زور باج اخلي.
د یادولو وړ ده چې درې ورځې وړاندې په بهسود ولسوالۍ کې د علیپور وسله والو د افغان هوایي ځواکونو الوتکه وویشتله، چې د هوایي ځواکونو څلور سرتېري پکې ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA