ads

د ۱۳۹۹لمریز کال د امنيتي وضعيت ارزونه

که څه په روان لمریز کال کې تمه دا وه چې سولې خبرې به يوې پايلې ته ورسېږي او ورسره به د نورو کلونو په پرتله په امنيتي وضعيت کې هم د پام وړ بدلون راشي، خو د تمو خلاف باورونه دا دي چې سږکال هم افغانانو له امنيتي پلوه چندان ښه کال نه‌درلود.

منصور یوسفزی
30 کب 1399
د ۱۳۹۹لمریز کال د امنيتي وضعيت ارزونه

د نړيوالو بنسټونو د کلنيو راپورونو پر بنسټ سږکال هم د جګړې او بريدونو له امله ګڼو ملکي وګړو، خبريالانو، مدني فعالانو، ديني عالمانو او د ټولنې نورو اقشارو ته مرګ‌ژوبله واوښتله.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، سږکال له امنيتي پلوه افغانانو لپاره ښه کال نه‌و او د يو کال په موده کې شاوخوا ۸۶۰۳ ملکيانو د مرګ‌ژوبله اوښتې.

د دوی د کلني راپور پر بنسټ سږکال د ۳۲۳ ښځو او ۵۴۳ ماشومانو په ګډون ۲۹۰۹ ملکيان وژل شوي او ۵۶۹۴ نور ټپيان شوي دي.

د دغه کمېسيون وياند ذبيح‌الله فرهنګ له کليد سره په خبرو کې وويل، سږکال له امنيتي پلوه بله اندېښنه د هدفي وژنې وې، په دغو هدفي وژنو کې ۱۰۷۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۷۲ نور ټپيان شوي دي.

پر دې سربېره په روان کال کې ۱۱ خبريالان او ۱۰ مدني فعالان هم وژل شوي دي او دغه راز د بد امنيتي وضعيت له امله پنځوس رسنۍ هم په ټول هېواد کې تړل شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وياند کليد ته وويل:

«په ۱۳۹۹ کال کې په بېلابېلو پېښو کې شاوخوا ۸۶۰۳ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، له دې ډلې د ۳۲۳ ښځو او ۵۴۳ ماشومانو په ګډون ۲۹۰۹ ملکيان وژل شوي او ۵۶۹۴ نور ټپيان شوي دي، بله اندېښنه د هدفي وژنو زيات‌والي موضوع ده چې له امله یې  ۱۰۷۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۷۲ نور ټپيان شوي دي.»

‌له ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ يا نی اجرايويي رییس عبدالمجیب خلوتګر کليد ته وویل:

«له بده مرغه سږکال د بد امنیتی وضعيت له ۱۱ خبريالان وژل شوي او ۵۰ رسنۍ هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تړل شوې دي، کابل له امنیتي پلوه د خبريالانو لپاره د نورو ولايتونو په پرتله زیانمونکی و.»

د کورنيو چارو زوارت شمېرې بيا ښيي چې په تېر يو کال کې شاوخوا ۲زره ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ طالبانو سږکال ۹۲ ځانمرګي بريدونه، ۲۰۰۰ د ماين چاودنې او شاوخوا ۵۰۰ هدفي وژنې کړې دي.

د کورنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال حامد روشن کليد ته وويل:

«طالبانو په تېر يو کال کې ۹۲ ځانمرګي بريدونه، ۲۰۰۰ د ماين چاودنې او شاوخوا ۵۰۰ هدفي وژنې کړې دي، په دغو بريدونو کې زموږ ۲زره ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپيان شوي دي او ترڅنګ یې سل‌ګونه ترورستي پېښو مخنیوی شوی دی.»

د ملکي تلفاتو سربېره که څه هم تمه دا وه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه به په هېواد کې د تاوتريخوالي کمېدو لامل شي، خو بيا هم د په يو شمېر ولايتونو کې سختې نښتې روانې وې چې د يو شمېر ولايتونو په ګډون ډېر شمېر ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ وې.

د راپورونو له‌مخې سږکال په ارزګان کې د ياد ولايت مرکز ترينکوت په ګډون شپږ ولسوالۍ له بد امنيتي وضعيت سره مخ وې، دهراوود، چوره، ګيزاب او د خاص ارزګان ولسواليو په ګډون د ارزګان مرکز د سقوط له ګواښ سره مخ وو او د مرکز په ګډون په اکثريته ولسواليو کې طالبان پراخ حضور لري.

شاوخوا څلور مياشتې مخکې طالبانو پر هلمند بريد وکړ، دوی د لښکرګاه ښار تر دروازو راوسېدل په پايله کې د نادعلي او ناوې ولسواليو ډېرې سيمې د طالبانو لاس ته ورغلې او ترڅنګ یې د نهر سراج ولسوالۍ ګڼې سيمې هم د طالبانو لاس کې دي.

د راپورونو پر بنسټ اوس هم د هلمند مرکز لښکرګاه په درېيمه امنيتي حوزې اړوند سيمو کې وخت ناوخت جګړه روانه وي.

په کندز کې بيا د نورو کلونو په څېر سږکال هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې وې، د کندز ولايتي شورا د معلوماتو له‌مخې، سږکال په قلعه ذال، امام صاحب، علي‌اباد او خان‌اباد ولسواليو کې جګړه په شدت روانه وه او له‌دې ډلې د امام صاحب، قلعه ذال او دشت ارچي ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخ وې.

د کندز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي کليد ته وويل:

«سږکال د کندز ولايت په بېلابېلو سيمو کې جګړې روانې وې ان جګړه د کندز مرکز تر دروازو رارسېدلې وې، په قلعه ذال، امام صاحب، علي‌اباد او خان‌اباد ولسواليو کې جګړې په شدت روانې وې او له‌دې ډلې يو شمېر ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره هم مخ وې.»

غزني هم يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د نورو کلونو په پرتله په‌کې جګړه په شدت سره روانه وه.

د غزني ولايتي شورا د معلوماتو له‌مخې سږکال د ياد ولايت اندړ، جغتو، ده يک، قره‌باغ او مقر ولسواليو کې سختې جګړې روانې وې او ترڅنګ یې د خوږياڼو، ناوه، اجرستان، جغتو او يو شمېر نورې ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې وې.

د غزني ولايتي شورا رییس حسن رضا يوسفي کليد ته وويل:

«په ۱۳۹۹ کال کې هم د د غزني ولايت اندړ، جغتو، ده يک، قره‌باغ او مقر ولسواليو کې سختې جګړې روانې وې.»

په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم امنتي وضعيت ګواښوونکی و او وخت ناوخت د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې کېدلې.

پر دې سربېره په روان کال کې پر ښوونیز مرکزونو، پوهنتونونو، مدارسو او پر يو شمېر نورو ځايونو هم لوی بريدونه وشول.

له دې ډلې د حمل په ۶مه نېټه د کابل په شوربازار سيمه کې د اهل هنود پر معبد وسله‌وال بريد وشو چې له امله یې ۲۵ ملکيان ووژل شول او اته نور ټپيان شوي وو.

د ثور مياشتې په ۱۲مه نېټه په دشت برچي سيمه کې د سرکاري روغتون پر زېږنتون وسله‌وال برید وشو له امله یې د یوه پولیس، ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.

د لړم مياشتې په درېيمه نيټه پر کوثر دانش ښوونیز مرکز ځانمرګی بريد وشو چې له امله یې ۲۴ کسان ووژل شول او ۵۷ نور ټپيان شول.

د لړم په ۱۲مه پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد شو چې له امله یې ۲۲ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول، چې په‌دې کې ډېری د همدې پوهنتون زدکړيالان و.

د لړم په ۱۵مه د ننګرهار پر محبس وسله‌وال بريد وشو، په دغه بريد کې ۳۹ کسان ووژل شول او شاوخوا ۵۰ نور ټپيان شول.

همدارنګه د کب ماشتې په ۷مه نېټه هرات ولایت کې د یوه موټر بم په چاودنه کې اته تنه ووژل شول او شاوخوا ۶۰ تنه نور ټپیان شول.

د دې ترڅنګ د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې لس‌ګونه موټر بم‌چاودنې، مقناطیسي ماينونه، هدفي وژنې او ډېر نور لوی او واړه بريدونه هم شوي چې له امله یې ګڼو ملکيانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې.

د جګړې شدت سربېره بله موضوع چې هېوادوال یې سږکال  سخت اندېښمن کړي وو د جنايي جرايمو زيات‌والي موضوع وه، کابل هغه ولايت و چې له دې اړخه سخت زيانمن و او د جرايمو ګراف په‌کې د لوړېدو په حال کې و.

وضعيت ته په کتو د کابل امنيت ټينګښت مسووليت د ميزان په ۲۵مه د جمهور رییس لومړي مرستيال امرالله صالح ته وسپارل شو.

که څه هم باورونه دا دي چې د امرالله صالح په راتګ سره د جنايي جرايمو په ګراف کې يو نسبي بدلون راغلی، خو د ترورستي جرايمو، هدفي وژنو او مقناطیسي ماينونو زياتېدو په تړاو د ښاريانو اندېښنې کمې نه‌شوې او نه یې هم مخنیوی وشو.

په روان کال کې د جګړې شدت څه ډول و او کومو ولايتونو کې جګړه زياته وه؟

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې، په قطر کې د امريکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې تړون تر لاسليک وروسته د سولې لپاره د حسن نيت په هدف افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي حالت غوره کړ.

دفاع وزارت په خپل کلني راپور کې ويلي، په روان کال کې د اته ولسوالۍ له سقوطه ازادې شوي، څه د پاسه ۱۸زره ترهګر وژل شوي، ۱۰زره او ۲۹۶ ټپيان شوي او ۲زره او ۲۵۴ نور نيول شوي دي.

ملي دفاع وزارت په روان کال کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو تلفات تاييدوي، خو د ارقامو له شريکولو پرته وايي، د امنيتي او دفاعي ځواکونو تلفات د ترهګرو په پرتله څلور برابره کم و.

د ملي دفاع وزارت وياند روح‌‌الله احمدزي کليد ته وويل، په سويلي او شمالي ولايتونو کې د ترهګرو بريدونه زيات و او ترڅنګ یې په ختيځ، سويل ختيځ او مرکزي ولايتونو کې هم دوی بريدونه درلودل.

احمدزي وويل:

«په تېر يو کال کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه سولې لپاره د ښه حسن نيت ښودلو په هدف په دفاعي حالت کې و، دښمن وخت ناوخت تحرکات درلودل او عملياتونه یې کول، خو افغان ځواکونو ورته ځواب ورکړی دی او دوی ته یې ډېر تلفات هم اړولي دي، سږکال دښمن هڅه کوله چې يو شمېر ولسوالۍ ونیسي، خو دوی پاتې راغلل او برعکس موږ له دوی څخه اته ولسوالۍ هم بېرته ونیولې.»

د وسله‌والو طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد بيا له کليد سره په خبرو کې وويل، د دوحې تر تړون وروسته دوی په خپلو عملياتو کې کم‌والی راوستی و، پسرلني عمليات یې نه‌و اعلان کړي او ترڅنګ یې له لویو بريدونو او د ولسواليو له سقوط څخه ډډه کړې وه.

هغه د ملکي وګړو پر وړاندې په هدفي وژنو کې خپل لاس لرل رد کړل، خو زياته یې کړه چې دوی په خپلو هدفي وژنو او ښاري عملياتو کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت مهمې هستې په نښه کوي.

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو موضوع

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له‌مخې ټاکل شوې وه چې امريکا به خپل ټول سرتيري د راتلونکې می په مياشت کې له افغانستانه وباسي، د امريکا پخواني جمهور رییس ډونالټ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وروستيو ورځو کې له افغانستانه د ۱۵۰۰ سرتيرو د وتلو فرمان صادر کړ.

اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ امريکايي سرتيري حضور لري، د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وويل، دوی له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو په تړاو پرېکړه نه‌ده کړې او په‌ دې اړه به له خپلو متحدينو سره سلامشورې وکړي.

جمهوري رياست بيا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو کې د نه‌بېړه کولو په برخه کې د ناټو له دې پرېکړه هرکلی وکړ.

د جمهور رییس د وياند مرستيال دواخان مينه‌پال کليد ته وويل:

«موږ د ناټو له دې پرېکړې هرکلی کوو چې دوی به د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د تجهیز او سلامشورو ته دوام ورکوي، ځکه اوس هم ګډ ګواښ موجود دی، طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی او خپلې اړيکې یې له ترهګرو ډلو سره نه‌دي پرې کړي.»

اوس باورونه دا دي چې د پاتي سرتيرو وتل له شرایطو پورې تړاو لري.

پر دې سربېره هېوادوال بيا ټينګار کوي، دوی هيله درلوده چې سږکال به په هېواد کې د سولې او ثبات ټينګښت او جګړې پای ته رسېدو شاهدان وي، او په وينا يې په دې کال کې هم زرګونه بې‌ګناه افغانان د جګړو او ناامنيو له امله ووژل شول.

دوی زياتوي، په‌دې کال کې نه د سولې پروسه کومې پايلې ته ورسېدله او نه هم په جګړه کې کوم تغییرات راغلی و.

عدنان کليد ته وويل:

«موږ تمه درلوده چې سږکال به په هېواد کې سوله راشي او جګړه به نه‌وي، خو له بده مرغه د نورو کلونو په پرتله سږکال لا امنيتي وضعيت ګواښوونکی شو.»

پوځي کارپوهان بيا وايي، د تېرو کلونو په څېر سږکال هم د مرګ‌ژوبله او جګړه روانه وه او د سولې او ثبات په برخه کې خاص پرمختګ نه‌دی شوی.

پوځي کارپوه يوسف امين ځاځي کليد ته وويل، د امريکا او طالبانو ترمنځ شوي تړون د جګړې پر څرنګوالي او شدت هېڅ اغېز نه‌دی لرلی.

د هغه په خبره، په افغانستان کې روانه جګړه داسې ترسيم شوې چې هېڅ اړخ بايد په‌کې کامياب نه‌شي.

ځاځي کليد ته وويل:

«متاسفانه سږکال هم د نورو کلونو په څېر مرګ‌ژوبله او جګړه روانه وه، د سولې او ثبات ټينګښت په برخه کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی او دا جګړه داسې ترسيم شوې چې ګټوونکی ونه‌لري.»

که هم روان کال ته تمې او هيلې زياتې وې، خو د تمو او هيلو خلاف سږکال هم ملي کسان د جګړو له امله قرباني شول، بله مسله چې د خلکو اندېښنې زياتې کړې، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د مقناطیسي ماينونو زيات‌والی او هدفي وژنې وې چې له امله د حکومتي کارکوونکو په ګډون، خبريالان، مدني فعالان، ديني عالمان او د ټولنې نور اقشار قرباني شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA