ads

په بلخ کې د نوروز جشن لپاره امنیتي تدابیرو نیول شوي

د بلخ ولایت امنیتي چارواکی په دغه ولایت کې د نوروز جشن لپاره د بشپړ امنیتي تیاریو ډاډ ورکوي.

شمس الرحمن شمس
30 کب 1399
په بلخ کې د نوروز جشن لپاره امنیتي تدابیرو نیول شوي
مزار شریف ښار

د دې ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي، په مزار شریف ښار کې د نوروز جشن لپاره بشپړ امنیتي چمتوالی نیول شوی او ډاډ ورکوي چې هېوادوال په ډاډه زړه سره د نوروز په جشن کې ګډون کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله په بلخ ولایت کې د نوروز جشن لغوه شوی و، خو سږ کال یې د لمانځلو خبر ورکړل شوی.

د یادونې وړ ده چې د یکشنبې ورځ د ۱۴۰۰کال لومړۍ ورځ ده چې هرکال په دې ورځ د نوروز په نوم په هېواد کې جیشن نیول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA