ads

 محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره پر یو لړ موضوغاتو خبرې کړې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د افغان سولې او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف ټلیفون خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
30 کب 1399
 محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره پر یو لړ موضوغاتو خبرې کړې دي

د دوزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو غونډې وروستۍ اعلامیه د افغانستان د سولې خبرو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بللی او د سولې بهیر د بریا لپاره یې د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر رول ټینګار کړی.

خبرپاڼه زیاتوي دواړو لوریو د مسکو سولې خبرو او د انقرې د خبرو  پایلو په اړه هم خبرې وکړې او د مسکو، انقرې غونډې یې د دوحې د سولې بهیر د دوام او تکمیلونکۍ وګڼلې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خبرو کې ډاډ څرګند کړی چې هېواد به د افغان سولې اړوند په راتلونکو غونډو کې آسیا زړه – استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د نهمې ناستې په ګ‌‌‌‌‌‌ډون، په ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکی پړاو او همداشان د بهرنیو چارو وزیرانو مجازی ناسته کې چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړيږي، فعاله برخه واخلي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو تر منځ د موجوده میکانیزمونو له لارې د اقتصادي اړیکو  پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دی او ټینګار یې کړی چې د سوله او ثبات د سیمه‌ایزو ارتباطي پروژو د تطبیق په برخه کې، چې د افغانستان له لارې جنوبي آسیا له مرکزي آسیا سره وصل کړي، کلیدي رول لوبوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA