ads

د کورنیو چارو وزیر ګوښه کېدو ته د مصالحې عالي شورا مشر غبرګون وښود

د کورنیو چارو وزیر د کوښه کولو په تړاو د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله غبرګون ښودلی او ویلي چې د مسعود اندرابي ګوښه کول او پرته له مشورې یاد وزارت ته د سرپرست وزیر معرفي کول د سیاسي هوکړې خلاف عمل دی.

شمس الرحمن شمس
30 کب 1399
د کورنیو چارو وزیر ګوښه کېدو ته د مصالحې عالي شورا مشر غبرګون وښود

ډاکټر عبدالله عبدالله د جمهور رییس غني دا پرېکړه په اوسنیو شرایط کې د هېواد د ملي ګټو خلاف بللې ده.

د مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي، پرته له کوم موجه دلیل او مشورې څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر محمد مسعود اندرابي د ګوښه کېدو او پرځای یې د نوي سرپرست معرفي کولو پرېکړه په بېړه ده او د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي هوکړې خلاف ده.

په اوسنیو شرایطو کې د داسې پرېکړې کول د هېواد د منافعو او مصلحتونو خلاف ده، چې د منلو نده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ جمهور رییس محمد اشرف غني د یو حکم پر اساس حیات الله حیات د مسعود اندرابي پر ځای د کورنیو چارو سرپرست وزیر وټاکه او محمد ایوب سالنګي بیا د دغه وزارت لومړی مرستیال وګماره.

افغان حکومت، د دغه کار هدف په امنیتي سکټور کې د اصلاحاتو راتګ، د وضعیت ښه کېدل او امنیت سمون یادوي؛ خو د مصالحې عالي شورا مشر یې د هېواد ملي ګټو خلاف عمل بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA