ads

دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د ۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

له دغه وزارت څخه د شنبې ورځ به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې وسلوال طالبان په نښه کړل.

شمس الرحمن شمس
30 کب 1399
دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د ۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي
کندهار

خبرپاڼه زیاتوي په دغو عملیات کې درې طالبان ووژل شول او دوه موټر د افغان ځواکونو لاس  ته ورغلل او همدارنګه د دې ډلې یو اندازه وسلې او مهمات له منځه لاړل.

په ورته د دغه وزارت په یوې بلې خبرپانې کې راغلي چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت ځاځي اریو ولسوالۍ اړوند علي خېلو  او بدلا کلیو کې د عملیاتو پر مهال ۷ تنه طالبان نیول شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA