ads

په هرات کې تېز باد ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د دغه ولایت د حوزي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي د جمعې په ورځ کلید ته وویل، په هرات کې د سخت باید له امله څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

محمدخان بریال
29 کب 1399
په هرات کې تېز باد ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ده په وینا، د پنځو ټپي شوو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د حوزوي روغتون ویاند بیا وایي، دغه مرګ ژوبله د دېوال نړېدو او ونو غورځېدو له امله رامنځته شوې ده.
د راپورونو پر اساس، په هرات کې د سختو بادونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA