له دغه ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شوې ډلې جهاد ته د تبلیغ او دعوت مسولیت پر غاړه درلود او د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته یې خپل غړي د تبلیغ لپاره لېږل.
اعلامیه زیاتوي چې نیول شوو کسانو خلک ترهګریزو کړنو ته هڅول او د خلکو په تښتونو، ترور او ورته نورو جنایتونو کې یې فعاله ونډه درلوده.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې ګڼ کسان له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
تر اوسه داعش ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


