له دغه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې ډلې د مالي سرچینو کمېدو په دلیل انسان تښتوونو ته مخه کړې ده.
اعلامیه زیاتوي چې دغو داعش وسله والو پر انسان تښتونو سربېره، د هغو بهرنیو داعشیانو د کورنیو ساتنه کوله چې له ننګرهار ولایت څخه بلخ ولایت ته تښتېدلې وې.
ملي امنیت ریاست وایي، د یادو کسانو په نیولو سره پر ډلیزو ودنو او په بلخ کې د مولانا جلاالدین بلخي پر هوایي ډګر د برید مخه هم ونیول شوه.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج هم ورته څرګندونې کړې وې.
هغه څو ورځې وړاندې خبري کنفرانس ته وویل چې په بلخ کې د عبدالروف په نوم د تښتول شوي ماشوم پیدا کېدو ته نېږدې شوي دي.


