د مسکو د غونډې په ګډ بیان کې دا څرګندونې شوې دي.
په خپاره شوې بیان کې زیاته شوې چې طالبان او حکومت باید له شخړو لاس واخلي او له طالبانو په ځانګړي ډول هیله شوې چې پسرلني عملیات اعلان نه کړي.
امریکا، روسیې، چین او پاکستان د مسکو په غونډه کې ژمنه کړې کې په افغانستان د سولې تر ټینګېدو وروسته به دوی د یاد هېواد اقتصادي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوي.
د پرونۍ غونډې هدف دا و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نوې شي.
دا غونډه چې پرون ترسره شوه، د افغانستان د دولت، طالبانو، روسیې، چین، پاکستان او امریکایي استازیو ګډون وکړ.
د ملي مصالحې د عالي شورا مشرعبدالله عبدالله پرونۍ ناستې ته وویل، دولتي پلاوی چمتو دی چې پر ټولو موضوعاتو له طالبانو سره خبرې وکړي.
هغه په ورته وخت کې د هدفي وژنو پایته رسېدو غوښتنه کړې او پر اوربند یې ټینګار کړی دی.
ټاکل شوې چې په اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د افغان سولې په تړاو بله ناسته هم ترسره شي.


