ads

دوو وزارتونو ته نوي سرپرست وزیران وټاکل شول

د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د جمهور رییس محمد اشرف غني د حکم پر اساس حیات الله حیات د مسعود اندرابي پر ځای د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.

محمدخان بریال
29 کب 1399
دوو وزارتونو ته نوي سرپرست وزیران وټاکل شول

خبرپاڼه زیاتوي چې محمد ایوب سالنګي بیا د دغه وزارت لومړی مرستیال ګمارل شوی دی.
امنیت شورا وایي، د دغه کار هدف په امنیتي سکټور کې د اصلاحاتو راتګ، د وضعیت ښه کېدل او امنیت سمون دي.
بلخوا، د امنیت شورا بله خبرپاڼه لیکي چې یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې نوموړی به د اسدالله خالد د روغتیایي حالت تر ښه کېدو پورې د یاد وزارت د سرپرست وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA