نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ ناوخته د خبریال د ملي ورځې په مناسب جوړې شوې غونډې ته وکړې.
دغه مراسم چې پرون ناوخته په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوي وو، پر جمهور رییس غني سربېره، لومړۍ مېرمن رولا غني، د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، خبریالانو او ګڼو نورو چاوراکو ګډون درلود.
د ارګ خبرپاڼه وایي چې جمهور رییس غني په ترسره شوې ناسته کې د بیان پر ازادۍ او له خبریالانو پر ملاتړ ټینګار کړی.
د هېواد جمهور رییس اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د خبریالانو یو جدول ترتیب او اطلاعاتو ته د لاس رسي لپاره دې د هغوی د ټلیفون شمېرې پکې ولیکل شي.
حکومت پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په تېر یو کال کې په هدفي بریدونو کې ۱۱ خبریالان وژل شوي، ۲۰۰ خبریالانو دندې خوشي کړې او لسګونه نور د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.


