د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې اعلامیې هر کلی کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت د هغې سیاسي حل لارې ملاتړ کوي چې د افغانانو د حقونو ساتلو لامل شي.
هغه اعلامیه چې د څلورو هېوادونو د استازو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې یاد هېوادونه د اسلامي امارت د بیا راتګ ملاتړ نه کوي.
هغوی همدارنګه په افغانستان کې د بشري حقونو، اقلیتونو او مېرمنو حقونو پر ساتلو ټینګار کړی دی.
بلخوا، پرونۍ غونډې ته د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني ویلي چې دا ډله په افغانستان کې د اسلامي نظام غوښتونکې ده او د بل هر ډول نظام پر وړاندې به افغانان جهاد ته دوام ورکړي.


