د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، چاودنه نن سهار ۷:۲۰ دقیقې د کابل ښار ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې کوتل سیمه کې پر یو کاسټر موټر شوې چې ۱۳تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د فرامرز په خبره د چاودنې له کبله څلور تنه وژل شوي او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
ویل کېږي کاسټر موټر د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت پورې تړاو لري، دا په روانه اونۍ کې دوېیمه چاودنه ده چې د دغه وزارت د مامورینو پر موټر کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

