په دې غونډه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ۱۶کسیز پلاوی ګډون لري او همدارنګه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز پلاوی برخه اخیستې ده.
په دې یو ورځني کنفرانس کې د سولې خبرو په چټکېدو، د دوحې د خبرو پر پیاوړتیا، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان به بحث او خبرې کېږي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغان حکومت او طالب استازو په ګډون د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازي برخه لري.
د مسکو غونډه اوس د تړلو دروازو تر شاه روانه ده، یوازې درې د روسیې رسنۍ ته اجازه ورکړل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

