ads

نن د افغان سولې لپاره په روسیه کې د ترویکا کنفرانس پیلېږي

ټاکل شوې نن د افغان سولې لپاره په مسکو کې غونډه پیل شي چې د افغان حکومت لخوا دې کنفرانس ته د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی مسکو ته رسېدلی دی.

شمس الرحمن شمس
28 کب 1399
نن د افغان سولې لپاره په روسیه کې د ترویکا کنفرانس پیلېږي

د افغانستان د ملي مصالحې شورا وایي، د دې شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د چهار شنبې په ورځ یو پلاوی روسیې ته ولاړ چې د افغان سولې په تړاو د ترویکا د غړو هېوادونو په نوښت په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړي.

له دې شورا څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه یو ورځني کنفرانس کې به افغان رهبران او استازي او د طالبانو د تحریک استازي ګډون کوي، چې د سولې خبرو په چټکېدو، د دوحې د خبرو پر پیاوړتیا، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان به بحث وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس مسکو ته تر سفر وړاندې د افغان سولې له هڅو څخه د ملاتړ په برخه کې د مسکو ناست او د افغان سولې د ټنګښت په برخه کې د روسیې او د سیمي هېوادونو رول مهم یاد کړ.

طالبانو هم منلې چې د ملا برادر په مشرۍ د دوی لس کسیز پلاوی به په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA