د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د کب له ۲۳مې تر ۲۶مې نېټې ۱۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د دغه کمېسیون د شمېرو له مخې په وژل شویو کسانو کې ۱۱تنه نارینه، ۶ ښځې او یو ماشوم شامل دي او په ټپیانو کې ۳۶ تنه نارینه، ۸ ښځې او څلور ماشومان شامل دي.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي دا مرګ ژوبله په کابل، ننګرهار، زابل او بغلان ولایتونو کې د مقناطیسي ماینونو، د سړک غاړې ماینونو، ناپېژانده وسلوالو او د طالبانو د بریدونو په پایله کې رامنځته شوې ده.
وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا ارقام داسې مهال خپریږي چې به دې ورستیو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي پېښې یو ځل بیا زیاتي شوي دي چې قرباني یې ملکي وګړي پرې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

