له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېره شپه د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوې الوتکې سقوط کړی چې په پېښه کې یې د دې الوتکې ۴ تنه عمله او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
دفاع وزارت تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ګوته کړی.
په ورته مهال دفاع وزارت په دغه ولایت کې د ۱۰ طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکوي.
د دغه وزارت خپرپاڼه زیاتوي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې یې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
وزارت همدارنګه وایي د عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو د وسلوالو مخالفینو یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړي او درې شکمن کسان یې نیولي دي.
تر اوسه وسلوالو طالبانو د دفاع وزارت دغه خبر په تړاو کومه تبصره نه ده کړې.


