له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ځواکونو د دغه ولایت په ارغنداب، ژیړۍ، ډنډ او پنجوایي ولسوالیو کې عملیات کړي دي چې په پایله کې یې ۳۹ وسلوالو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه عملیاتو کې ۳۰ وسلوالو طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


