جلال اباد ښار کې ماین چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان وایي، نن غرمه دولس بجې او دیرش دقیقې دجلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند کابل هډې سیمه کې د سرک غاړې ماین د ملکي وګړو پر موټر چاودنه کړې، چې له امله یې یو موټر چلوونکی او یو لاروی وژل شوی او دوه نور ملکیان ټپیان شوي دي.