ads

په کندهار کې ۴۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت په کندهار کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
27 کب 1399
په کندهار کې ۴۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له دغه وزارت څخه د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي او کمانډو سرتېرو په ملاتړ د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژیړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړل.
د خبرپاڼې په وینا، په ترسره شوو عملیاتو کې ۳۴ طالبان ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.
بلخوا، په کندز کې هم د طالبانو د وسلو یوه ذخیره له منځه وړل شوې ده.
دفاع وزارت وایي، تېره شپه د کندز ولایت د مرکز اړوند په انګور باغ کلي کې کمانډو ځواکونو د طالبانو د وسلو او مهماتو ستره ذخیره له منځه وړې او درې طالبان یې وژلي دي.
طالبانو بیا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA