هغه څرګندوي، ټولي خپرونې او خبرونه به يې په بې لوري ډول تر اورېدونکو رسېږي او هېڅ داسي څه به په خپل کاري جریان کې ترې ونشي چې د هېواد، ولس او ټولنې پر زیان وي.
«انسان غږ راډیو د افغانستان اساسي او رسنیو قانون په چوکاټ کې خپل فعالیت او نشرات پیل کوي، په هېواد کې د فکر او بیان د ازادۍ او حق د برابرۍ په موخه موږ کار پیلوو. انسان غږ راډیو د اسلامي مقدساتو، ملي او ټولنیزو ارزښتونو او د هېواد نافذه قوانینو ته په بشپړې ژمنتیا او درناوي سره ټولنې ته پر خپل او دقیق معلومات وړاندې کوي.»
پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولین وایي، په دغه ولایت کې د هېواد د نورو سیمو په پرتله د رسنیو برخې ته ډېر کار نه دی شوی.
هغوئ وویل، رسنۍ هغه وخت خپل مسولیت په سم ډول ترسره او ولس ته ګټه رسولی شي چې نافذه قوانینو ته په درناوي ولس او هېواد ته ژمن واوسي او تل حق ته حق ووایي.
« دا څه په حقیقت کې لوی کار او نیک اقدام دی، له دوی څخه مو غوښتنه داده چې د خبریالۍ سپیڅلي مسلک ته په وفادارۍ سره دي بې لورې پاتې شي او تر خلکو دي حقاق ورسوي، خبریالي یو پاک او مقدس مسلک دی او مسلکي چلند به مو په ټولنه کې باور نور هم زیات کړي.»
پکتیکا ولایتي شورا سره له دې چې دغه ولایت کې د رسنیو په ډېریدو خوښي ښيي؛ خو وایي اړتیا دا ده چې د خبریالانو ټول فعالیتونه مسلکي ترسره شي او له داسي خپرونو په کلکه ډډه وکړي چې ټولنې او خلکو ته زیان رسوي.
«د انسان غږ راډیو له مشر او ټولو غړو څخه موږ غوښتنه کوو چې داسي فعالیت وړاندې کړئ چې ټولنې ته مو ډېر خیر ورسېږي او ولس ځان ته را خپل کړئ، پکتیکا ولایتي شورا په پکتیکا کې له مېشتو رسنیو او خبریالانو ځکه خوښه ده چې تل يې حقایق وړاندې کړي او رښتینې غږ ته يې انعکاس ورکړی دی.»
پکتیکا ملکي او نطامي چارواکو په انسان غږ راډیو سربیره په دې ولایت کې د ټولو رسنیو کارکوونکو ته له خپل لورې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د نوې راډيو فعالیدل يې په رسنیز ډګر کې بله لاسته راوړنه وبلله.
دوی څرګندوي، د رسنیو کار او مسولیت ډېر دروند دی، خبریالان باید په بشپړه توګه بې لورې پاتې شي او هغه څه وړاندې کړي چې رښتینې او ولس ته يې ګټه رسیږي.
« د انسان غږ راډیو مسولینو ته د دې نیک اقدام مبارکي وایم، د انسانیت نوم په درناوي سره دوی باید ددیني عالمانو، ډاکترانو او نورو برخو دنده په پوره اخلاص سرته ورسوي او د ولسونو رښتیني غږ ته په بشپړه ژمنتیا رسیدنه وکړي.»
پکتیکا کې انسان غږ راډیو په داسي وخت کې خپل فعالیت پیل کوي چې د نور هېواد په څیر دلته هم د سیمه ییزو راډيوګانو اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی او ډېری هغه يې د ادارې د لګښتونو او خبریالانو ته د معاش ورکولو وس او چاره نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


