عبدالله د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته روان شو

د افغانستان د ملي مصالحې شورا وایي، د دې شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د چهار شنبې په ورځ یو پلاوی روسیې ته ولاړ چې د افغان سولې په تړاو د ترویکا د غړو هېوادونو په نوښت په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړي.