له دې شورا څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دغه یو ورځني کنفرانس کې به افغان رهبران او استازي او د طالبانو د تحریک استازي ګډون کوي، چې د سولې خبرو په چټکېدو، د دوحې د خبرو پر پیاوړتیا، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان به بحث وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس مسکو ته تر سفر وړاندې د افغان سولې له هڅو څخه د ملاتړ په برخه کې د مسکو ناست او د افغان سولې د ټنګښت په برخه کې د روسیې او د سیمي هېوادونو رول مهم یاد کړ.
هغه لړلیک چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، پخوانی جمهور رییس حامد کرزی، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي، سید سعادت منصور نادري، بابر فرهمند، د مشرانو او ولسي جرګې رییسان، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی، متین بیګ، نادر نادري، حبیبه سرابي، ګلبدین حکمتیار او د اسلامي حزب دوه نور غړي به د مسکو په کېدونکې غونډه کې برخه واخلي.
طالبانو هم منلې چې د ملا برادر په مشرۍ د دوی لس کسیز پلاوی به په یاده غونډه کې ګډون وکړي.


