که څه هم د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو حکومتي مشرانو خبریالانو ته د دې ورځې مبارکي ورکړې او پر خبریالانو یې وروستي بریدونه غندلي، خو لاهم د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه پر ځای پاتې دي او د وژل شویو خبریالانو دوسیې نه دي څېړل شوې.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټ یا «نی» وایي، په تېر یو کال کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي چې ۴۰ فیصده یې مېرمنې دي.
د دغه بنسټ د راپور پر اساس، په وروستیو کې په هېواد کې پر خبریالانو بریدونه د دې لامل شوي چې ۲۰۰ خبریالان دندې پرېږدي او ۵۰ نور د هېواد پرېښود ته اړ شي، چې ۱۵ یې مېرمنې دي.
په تېر یو کال کې نه یوازې پر خبریالانو، بلکې د هغوی پر کورنیو هم بریدونه شوي او د کورنۍ غړي یې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امنیتي بنسټونو تل د خبریالانو د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


