د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، تېر ماښام د پغمان ولسوالۍ په سرحد او میدان وردک ولایت ته نېږدې د شاه قدم په سیمه کې پر دوو پولیسو د طالبانو له خوا برید شوی دی.
د فرامرز په وینا، دغه سرتېري میدان وردک ولایت ته پر لاره وو چې د طالبانو له برید سره مخ شول.
په برید کې دواړه سرتېري وژل شوي دي.
د کابل امنیتي چارواکي زیاتوي چې دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


