هغه لړلیک چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي، سید سعادت منصور نادري، بابر فرهمند، د مشرانو او ولسي جرګې رییسان، ګلبدین حکمتیار او د اسلامي حزب دوه نور غړي به د مسکو په کېدونکې غونډه کې برخه واخلي.
بلخوا، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی، متین بیګ، نادر نادري او حبیبه سرابي به هم په یاده غونډه کې برخه واخلي.
دې غونډې ته د افغان حکومت ځینې پلاوي تېر ماښام مسکو ته رسېدلي دي.
ولسي جرګه وایي، د دې جرګې رییس الحاج میر رحمن رحماني او د دارالانشاء لوی رییس عبدالقادر ځاځی تېر ماښام په جوړېدونکې ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړل.
طالبانو هم منلې چې د ملا برادر په مشرۍ د دوی لس کسیز پلاوی به په یاده غونډه کې ګډون وکړي.
په پام کې ده چې دا غونډه د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې جوړه شي.


