ads

کورنیو چارو وزارت: ۱۶تنه د نشه یې توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت د هېواد په شپږو ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۶تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو د نیول کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
26 کب 1399
کورنیو چارو وزارت: ۱۶تنه د نشه یې توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د بلخ، ننګرهار، پروان، سمنګان، کابل او بدخشان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

د یادو کسانو له ډلې؛ بدخشان ولایت کې پنځه پلورونکي، ننګرهار ولایت کې درې قاچاقبران، کابل ولایت کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق، بلخ ولایت کې هم د نشه يي توکو دوه پلورونکي، پروان ولایت کې یو کس او همدارنګه سمنګان کې هم یو کس نیول شوي دي.

خبرپانه زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۶۴۵ قرصه “کا” نشه کوونکي تابلېتونه، یو اندازه الکولي څښاک او ۱۷ پوړۍ هیرویین هم ترلاسه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA