ads

په ننګرهار کې د داعش ډلې د چاودنو مسوول وژل شوی

ننګرهار کې ملي امنیت د داعش ډلې د چاودنو د مسول د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
26 کب 1399
په ننګرهار کې د داعش ډلې د چاودنو مسوول وژل شوی

د ملي امنیت اړوند«۰۲ قطعې» څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې تېره شپه د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلو سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې د ننګرهار لپاره د داعش ډلې د چاودنو مسول د مقاومت پر مهال وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې وژل شوي کس څه موده وړاندې په چپرهار ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په چیک پوانیټ بمي چاودنه هم کړې وه، چې پر مهال یې دوه محلي پولیس وژل شوي وو.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA