په بغلان کې د استادانو او محصلینو پر موټر وسلوال برید شوی

د بغلان پولیس وایي، په دغه ولایت کې د پوهنتون د استادانو  او محصلینو پر موټر وسلوال برید شوی چې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.