ads

په بغلان کې د استادانو او محصلینو پر موټر وسلوال برید شوی

د بغلان پولیس وایي، په دغه ولایت کې د پوهنتون د استادانو  او محصلینو پر موټر وسلوال برید شوی چې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

شمس الرحمن شمس
26 کب 1399
په بغلان کې د استادانو او محصلینو پر موټر وسلوال برید شوی

د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت وایي، نن سهار ۷ او ۴۰ دقیقې د بغلان مرکز پلخمري ښار اړونده سیمه کې د بغلان پوهنتون د استادانو او محصلینو پر موټر وسلوال برید شوی چې په ترڅ کې یې دوو تنو ژوند بایللی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په قربانیانو کې یو محصل او د موټر چلوونکی شامل دی او ټپيان د پوهنتون استادان دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید په تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA