افغان حکومت وایي په دغه غونډه کې به د مصالحې د عالي شور مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی ګډون وکړي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله سلاکار مجیب رحیمي وايي، چې د پلاوي نور غړي هم ټاکل شوي خو ده یې په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر منلې چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدنکې ناسته کې ګډون کوي.
د دې دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، د ملا برادر په مشرۍ به ۱۰ کسیز پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.غږ
دا غونډه چې طالبان هم وربلل شوي، ټاکل شوې ده د مارچ په اتلسمه نېټه په مسکو کې ترسره شي.
په مسکو او ترکیه کې دې غونډو موخه د افغان سولې ملاتړ او د دې بهیر ګړندي کول، د افغان جګړې پای ته رسول او پر اوربند خبرې کول دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

