د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وایي، نن سهار ۳ بجې د افغان دولت مخالف وسلوالو د پاشدان بند پر ساتونکو برید وکړ چې د برید په پایله کې درې تنه امنیتي ساتونکي ووژل شول او یو بل یې ټپي شوی.
خپلواک همدارنګه زیاتوي چې د دغه بند څلور ساتونکي نادرکه دي.
د افغان دولت مخالینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا برید داسې مهال کېږي چې چارواکو د پاشدان بند په چارو کې د ۶۰ سلنه د پرمختګ خبر ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


