ads

ارګ: جمهور رییس غني له زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې

جمهوري ریاست د جمهور رییس محمد اشرف غني او د زلمي خلیلزاد ترمنځ د لیدنې خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
26 کب 1399
ارګ: جمهور رییس غني له زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې جمهور رییس محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او له هغه سره د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه جمهوررییس غني ته معلومات ورکړل او دواړو لوریو د سولې پروسې او په دې اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

زلمی خلیلزاد په داسې حال کې له جمهور رییس غني سره ګوري چې تر دې وړاندې یې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر سره هم لیدلي او له هغه سره هم غږیدلی.

دا لیدنې داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د مارچ په اتلسمه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه ترسره شي چې دې غونډې ته افغان حکومت او طالبانو د خپلو پلاوو د لېږلو ډاډ ورکړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA