د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامر وایي چې نن ماسپښین ۳ او ۵۰ دقیقې د دهن باغ سیمه کې پر یو کاسټر موټر ماین چاودنه کړې ده چې په پایله کې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
د فرامرز په خبره په یاده چاودنه کې یو عراده سراچه ډوله موټر هم تخریب شوی دی.
د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په درېیمه او شپږمه امنیتي حوزو اړوند سیمو کې پر دوو ټونس ډوله موټرو ماین چاودنې شوې وې چې په ترڅ کې ۱۶کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

