د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وایي، پېښه تېره شپه د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ د زغني تنګي په سیمه کې د غرښویېدو او برف کوچ له کبله ۲۵وسلوال طالبان د واورې لاندې شوي دي چې په ترڅ کې ټول مړه شوي.
د نوموړي په خبره پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د وسله والو طالبانو همدې ۲۵ کسيزې ډلې غوښتل د زغنې تنګي له لارې له ګاونډي پاکستان څخه پکتيا ولايت ته را واوړي، چې له غره څخه پرې برف کوچ راغلی او ياد تلفات يې ور اړولي.
اميري زياتوي، چې پېښه کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ځينې مهم قوماندانان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

