په دوحه کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او لیلکي دي چې تېر ماخوستن ملابرادر اخوند، د مذاکراتي ټیم مشر شیخ عدالحکیم حقاني او ورسره پلاوي د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د زلمي خلیلزاد ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشوه.
نوموړی زیاتوي په ناسته کې د دوحې توافقنامې د تطبيق، د افغانستان پر روان وضعيت او د بين الأفغاني مذاكراتو په روان بهير خبرې وشوې.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یوه غونډه جوړه شي چې په غونډه کې به حکومت، سیاسیون، طالبان او د سیمې یو شمېر استازې ګډون ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

