له دفاع وزارت څخه د دوشنبې ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د عملیاتو پر مهال د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې ۲۱طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دغه عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
همداراز د یاد ولایت ژیړۍ ولسوالۍ کلي او هلمند کندهار عمومي لاره د طالبانو له شتونه پاکه شوې او ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې.
خپرپانه زیاتوي، د کندهار ولایت ژیړۍ، ډنډ او ارغنداب ولسوالیو بېلابېلو سیمو کې ۱۳ کړۍ ماینونه، چې ترهګرو د ملکي خلکو،دفاعي او امنیتي ځواکونو د وژلو او ورانکارو فعالیتونو په هدف ځای پرځای کړي وو د ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو انجینیرۍ ټيم له لوري کشف او شنډ شول
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

